Der AMS-Ausbildungskompass bietet Ihnen detaillierte Informationen über passende Ausbildungen zu Ihrem Traumberuf. Hier finden Sie schnell und einfach Ausbildungen, Schulen, Akademien und Universitäten in Österreich. Testen Sie den Ausbildungsassistenten - er berechnet Ihnen sofort Ihren Bildungsweg zum Wunschberuf.

په اطریش کې د زده کړې امکانات

د ګرافیک انځور څخه تاسو خپل د خوښی د زده کړې درجه و ټاکې

د ښوونځۍ مکلفیت (د ښوونځی عمومی مکلفیت) ۹ کاله دی او د ماشومانو پیغلو او ځوانانو لپاره د عمر د ۶ کال څخه اعتبار لری (پرته له هغه څخه چه کوم تابیعتولری).

نور معلومات

فولکس شوله (ښوونځۍ) په اطریش کې د ښوونځۍ د پیل سیسټم ایږدې. دغه (په اطریش) کې یوه بنسټیزه زده کړه ښېی او د ۶ کلونو څخه وروسته ماشومانه ورځی.

نور معلومات

د آ ها ایس (AHS) لاندنۍ درجه =AHS)عمومی د لوړو زدوکړوښوونځۍ، ليسه( د ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونو زده کونکو ته هراړخیزه او ژوره عمومی زده کړي ورښېی. زده کونکې په خاصه توګه سره و عمومی زده کړې او د حرفوی زده کړی ته د مخته تلونکو ښوونځیو لپاره چمتو کيږي.

نور معلومات

دا نووي منځنۍ ښوونځۍ این ایم ایس (NMS) د ابتدائیی او د عمومی زده کړی لوړي ښوونځي ټيټی درجی یو کډ ډول دي او د ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونو زده کونکو ته هراړخیزه عمومی زده کړي ښېی او دوي وه یوي لومړنۍ زده کړی ته يوه حرفوی زده کړي یا هم و حرفوی زده کړو و منځنیو او لوړو ښوونځیو ته ( بی ایم ایس یا بی ها ايس) یا یوی لوړي عمومی زده کړي ته چمتو کوي.

نور معلومات

د بدنی یا روانی معیوبیت یا هم د زده کړی د ضعیفوالی ماشومان یا ځوانان او پیغلی کولاي شی چه د یوی بسټیزی ښوونځۍ پر ځای او / یا ابتدائیه د یویخاصیښوونځۍ ته داخل شي.

نور معلومات

د پوليتخنيک ښوونځۍ ( پی ټی ايس) د ښوونځۍ ۸ درجي پوری نښلي او په ځانګړي ټوګه د یوی حرفوی زده کړي واسطه سره وه یوی حرفوی ښوونځۍ ته چمتو کوي. د ښوونځۍ د ۹ درجی په توګه سره پی ټی ایس د حرفی دعیاریدو یو ځانګړی اساس ټکی.

نور معلومات

دغه مسلکی زده کړه یوه دوه ګونې حرفوی زده کړه ده، چه دا په یوه کارڅای کې په ډیره زیاته توګه سره عملی عیارشوی ده او په يوه لږه برخه سره په حرفوی ښوونځۍ صورت مومی. د مسلکی زده کړي په کار ځای کې دا مسلکی زده کونکې هغه انتخاب شوي حرفه (کسب) د عملی کار په واسطه سره زده کوي. په حرفویښوونځۍ کې هغه عمو می علم لا زیاتيږی او نظری مخکنی اساسی علم په ټاکل شوی مسلک کې ښوول کیږي.

مسلکونه لټول نور معلومات

د ویرک مايسترښوونځئ د هغو کسانو نظری تخصصی زده کړه، دیویې تخنیکنی یا لاسې ساحی په یوه پای ته رسول شوي مسلکی زده کړي کې زیاته وی. دا څلور سمیستره دوام کوی او د يوه کمیسنی آخری آزموینې سره پاتیه رسېږي.

نور معلومات

د حرفوی زده کړی منځنئ ښوونځۍ (بی آیم ايس) د پراخی عمومی زده کړي تر ځنګ په هم هغیيوی فنی څانګه کې د مخصوص حرفوی کارپوهنی وړتوب ور ښېی.

زده کړه لټول نور معلومات

مسلک جوړونکی لویی ښوونځى (BHS) یوه ژور عمومی مسلک او و پوهنتون ته د شمولیت درجې ته (ماتورا)، او په یوه وخت کې زده کوونکی په هغه یوه مسلکی ساحه کې یو پای ته رسولی شوی حرفوی مسلک لاسته راوړی.

زده کړه لټول نور معلومات

د آهاایس AHS لويه درجه یوه بشپړه او ژوره عمومی زده کړه ورښي او د لوړی زده کړی فراغت درجې ته رسوي. د آهاایس AHS د پای ته په رسولو سره په عمومی توګه سره هیڅ سمدستی حرفوی کارپوهنی نه دی تړلی.

زده کړه لټول نور معلومات

ماتورا (د ليسی کانکور) د یوی عموی ښوونځۍ ختم او همدارنګه په لوړو مسلکی ښوونځیو کې د آخری (AHS) آزموینی یوه برخه ( د لیسی او ډيپلوم) او بل دا چه بیله محدویت څخه په پوهنتونونو کې زده لوړو زده کړو او تدریسی لوړو زده کړو په ښوونځیو کې او یا دا چه کالج ته شامیلیدل ممکنه کوي.

نور معلومات

د پوهنتون حق لرنه په پوهنتونونو،د لوړو زده کړو او تدریسی لوړو زده کړو و ښوونځی ته د داخلی حق لرنه او په هغوی کې د زده کولو په معنی سره دي او یا داچه وکالج ته شامیلیدلای شی. په پوهنتون کې د زده کړی حق لرنه داماتورا (د ليسی کانکور) د مسلکی زده کړي امتحان (بیروفسرایفه پروفونګ، د ماتورا سره حرفوی زده کړه) یا هم پوهنتون کې د زده کړی حق لاسته راوړي.

نور معلومات

په زیات شمیر لوړو مسلکی ښوونځیو کې کالج پر مخ بیول کیږي. دغه په لنډ وخت کې (د ۴ څخه تر ۶ سمیسترو) پوری د یوی مسلکی لوړی ښوونځۍ (BHS) په مختلفو ساحو کې او په دی توګه سره د آ ها ایس (AHS) د ټولوفار غینولپاره د لوړوعمومی زده کړو ښوونځیود مسلکی لاسته راوړنی حاصیلید نه ممکنه کوي. کالج اکثره د کار تر څنګه د شپی په کالج کې وړاندی کیږي.

زده کړه لټول نور معلومات

د پوهنتون یوه زده کړه په لومړنۍ قدم کې یو نظری. علمی زده کړه ور ښې او پر یوه خاصی زده کړي منحصیره نه دی. نو په دی خاطر سره مخکی د پوهنتون د پیل څخه زیات مهم دی تر څو په پوره توګه سره په پوهنتون کې د زده کړي د درسی مشخصات او د کار د امکاناتو په هکله ځان خبر کړل شی.

په پوهنتون کې د زده کړو لټول نور معلومات

د لوړو زده کړو ښوونځى (FHs) په پوهنتون کې د یوي علمی بشپړی مسلکی زده کړی د ليسانس (بکلور) او ماستری په توګه چه تر زیاتی برخی په عملی بڼه سره ممکنه کوی. د لوړو زده کړو د ښوونځیو پوهنتون زده کړی (فخهوخ شوله) له ټولو نه مخکی د اقتصاد، تحنیک روغتیا او ټولنیزو برخو کې وړاندی کوی.

په پوهنتون کې د زده کړو لټول نور معلومات

په یونیورسټيز آف ټیچر ایجوکیشن کې د ابتدایي ښوونځی د لیول (لومړنی ښوونځیونه) او د ثانوي ښوونځی لیول (نوي ثانوي ښوونځیونه، د لوړې ثانوي رسمي زده کړې ښوونځیونه، ځانګړي ښوونځیونه، پولي تیکنیک ښوونځیونه او په مسلکي ښوونځیونو کې متخصص زده کړې) لپاره ښوونکي روزل کیږي.

په هر صورت، د پوهنتون سره په همکارۍ د ښوونې لپاره د ماسترۍ پروګرام باید د ثانوني ښوونځی په لیول کې وړاندې کړی شي.

په پوهنتون کې د زده کړو لټول نور معلومات

Ausbildungs­assistent

Hier finden Sie den Ausbildungsweg zu Ihrem Traumberuf. Testen Sie den Ausbildungsassistent und lassen Sie sich ihren persönlichen Ausbildungspfad berechnen.